اصلي منځپانګه دانګل

Zabanha

په افغانستان کې تر څلورویشتو زیاتو ژبو باندې خلک خبرې کوي، چې هره ژبه ځان ته بډایه او خاص تاریخ لري. zabanha.af ویب پاڼه تاسې ته له دغو ژبو څخه د ځینو ژبو په اړه ادبي آثار، تعلیمي مواد او علمي لیکنې وړاندې کوي. ډېر نور علمي او څېړنیز مواد به تر آماده کېدو وروسته په لیکه شي.

zabanha.af ویب پاڼه د افغانستان بېلا بېلو ژبو او فرهنګونو د قدرداني لپاره ځانګړې شوې ده. زموږ موخه د دغو ژبو اړوند مواد د خلکو د لاس رسي لپاره په لیکه کول دي، په ځانګړې توګه د هغو ژبو ویونکو ته چې په افغانستان کې اقلیت دي. له تاسې څخه په درنښت هیله کوو، چې د لا زیاتو موادو په شریکولو کې له موږ سره اړیکه ونیسئ.

اساسي قانون د افغانستان د ټولو ژبو د ویونکو حقونه تضمین کړي دي.

نور معلومات