اصلي منځپانګه دانګل

شغناني

په دې کسانو کې داسې خلک هم شامل دي، چې د شغناني ژبې لیکدود یې جوړ کړی دی، چې د ځینو نومونه یې دا دي: پروفیسور خیر محمد حیدري، پروفیسور خوش نظر پامیرزاد او حفیظ الله معین دوست.

د شغنان ډېری خلک د پامیر په غرنیو سیمو کې شپني او کرهڼه کوي. لومړی کس چې شغناني ژبه یې ولیکله، ملا لاچین نومېد، چې تقریبأ سل کاله مخکې یې ژوند کاوه. د ملا لاچین کتابونه د هغه د لمسیانو لخوا تر اوسه ساتل شوي دي. په دې وروستیو کې نورو شاعرانو او عالمانو هم د شغناني ژبې د ادبیاتو په پرمختګ کې ونډه اخیستې ده.

د بدخشان ولایت په شمال ختیځ شغنان ولسوالۍ او تاجکستان هېواد کې خلک په شغناني ژبه خبرې کوي. د شغناني ژبې لویه لهجه هغه ده، چې په شغنان کې پرې خلک خبرې کوي او دویمه لویه لهجه روشاني ده، چې په روشان سیمه کې پرې خلک خبرې کوي. د ژبپوهنې له نظره دغه ژبه د د څلورو نورو ژبو ترڅنګ د پامیري ژبو کورنۍ جوړوي، چې په لاندې ډول دي:

واخاني، منجاني، اشکاشمي او سنګلیچي.

مواد

علمي ليکنې


د شغناني ژبې د غږپوهنې په اړه ليکنه

دا د شغناني ژبې په اړه یوه علمي لیکنه ده، چې د دغې ژبې غږپوهنه په کې تشریح شوي ده.

English


په افغانستان کې د روشاني ژبې د ژبپوهنې او خبرو کولو د ډول ټولنیز وضعیت

دغه څېړنه د ۲۰۰۷ کال د ټولنیزې ژبپوهنې له نظره د ارزونې پایله ده، چې د افغانستان په روشان سیمه کې ترسره شوې ده.

English

ډاونلوډ


د شغناني د الفبا ترانه

دا د شغناني ژبې د موسیقۍ ویډیوګانې دي، چې د شغناني ژبې د تورو ترتیب ماشومانو ته ورښیي.


د شغناني خط سندرې

دا په شغناني ژبه د موسیقۍ لنډې ویډیوګانې دي، چې هره یوه یې د شغناني ژبې په یوه توري تمرکز کوي.

که تاسې یې غوښتنه وکړی، چاپي بڼه یې له موږ سره شته.


د شغنان ستوري

دا د شغناني ژبې د دوه اتیا شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دی.

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: