اصلي منځپانګه دانګل

ثمر د ژبپوهنې نړیواله موسسه (SIL International) یوه غیر انتفاعي، غیر دولتي نړېواله موسسه ده، چې د نړۍ په کچه په بېلا بېلو ژبنیزو ټولنو کې د ژبو د پرمختګ او پایداره پاتې کېدو په پروګرامونو سره خلکو ته په خدمت کولو باندې ژمنه ده. په افغانستان کې (SIL) د ثمر په نوم پېژندل کېږي. دغه نوم د دې ښکارندویي کوي، چې زموږ موسسه په افغانستان کې خپل خدمتونه په ځانګړي ډول مخ ته وړي او هیله مو دا ده، چې د دغو خدمتونو په واسطه د افغانستان د بېلا بېلو ژبو ټولنې مثمر پرمختګ ولري.

زموږ موخه:

ثمر موسسه غواړي چې په افغانستان کې د هرې ژبې ویونکي په خپل فرهنګي او ژبنیز هویت د پرمختګ وړ باور ولري او په خوښۍ سره خپله ژبه وکاروي، ترڅو خپلې هر اړخیزې اړتیاوې پرې پوره کړي.

زموږ کړنلاره:

ثمر موسسه د هرې ژبې له ویونکو او د افغانستان له دولت سره مرسته کوي، ترڅو د مورنیو ژبو پرمختګ پراختیا پیدا کړي او زمینه ورته مساعده شي.

زموږ فعالیتونه:

ثمر موسسه هڅه کوي، چې د افغانستان د قومونو فرهنګي ارزښتونو او میراثونو ته ویاړ وروبخښي او قدردانی یې وکړي، چې په دې برخه کې یې فعالیتونه په لاندې ډول دي: د ژبې د کارونې او د هماغه ژبې په هکله د هغې ژبې د ویونکو د فکرونو ارزونه، د الفبا او د سواد د زده کړې د موادو په جوړولو کې همکاري او همدارنګه د افغانستان د خلکو د بډایه فرهنګي دودونو ساتنه ده.

لومړنۍ زده کړې په مورنۍ ژبه:

د ډېرو خلکو لپاره په افغانستان کې بریالیتوب ته رسیدل، په دې کې دي، چې په څو ژبو باندې زده کړې وکړي. موږ پوهېږو، هغه ماشومان چې لومړنۍ زده کړې یې په خپلې مورنۍ ژبې کې کړي وي او وروسته هغو ښوونځیو ته ځي، چې په ملي ژبو پرې تدریس کېږي، تر نورو ماشومانو بریالي وي. نو د دې لپاره د ثمر موسسه د بېلا بېلو ژبو ویونکو سره همکاري کوي، چې په مورنۍ ژبه ورته وړکتونونه جوړ شي.

د ژبو څېړنې:

د ثمر موسسه ژمنتیا لري، چې خپل کارونه په علمي معیارونو سره ترسره کړي. زموږ موخه ژبنیزو ټولنو او علمي نړۍ ته خدمت کول دي، چې دغه خدمتونه د افغانستان د ژبو په اړه تحلیل او څېړنې، د قاموسونو ترتیبول او د ټولنیزې ژبپوهنې د سروې ګانو پایلې خپرول دي.

د لویانو لپاره د سواد زده کړې:

همدارنګه د ثمر موسسه په بېلا بېلو ټولنو کې د درسي موادو په چمتو کولو او د لویانو د سواد د زده کړو لپاره د ښوونکو په تربیه کولو بوخته ده.

د بېلا بېلو فرهنګونو ارزښتمن ګڼل:

په افغانستان کې تر دېرشو ډېرې ژبې دي، چې هره یوه یې بډایه فرهنګ لري. شعرونه، متلونه او دودیزې کیسې، څو له هغو مثالونو څخه دي، چې دغه ژبې یې خپلو ویونکو ته ځانګړې او قدرمنې کړي دي.

د ثمر موسسه کار کوي ترڅو دغه ژبنیز هنرونه وساتي، چې د هرې ژبې ویونکو ته تلپاتې شي او هغوی ترې په راتلونکي کې ګټه پورته کړای شي. د کومې ژبې ویونکي چې وغواړي، بیا موږ هڅه کوو، ترڅو دغه هنرونه ملي ژبو ته په ژباړلو له نورو سره شریک کړو. موږ همدارنګه دغه دودیز آثار نړۍ ته د رسولو لپاره په انګلیسي ژباړلي دي.

زموږ ارزښتونه:

ژبه او فرهنګ:

د ثمر موسسه د افغانستان هرې ژبې او فرهنګ ته د خدای (ج) لخوا د یوې ډالۍ په حیث ارزښت قایله ده او باید قدردانی یې وشي.

د وړتیاو لوړول:

زموږ د کارونو یوه لویه برخه د نورو کسانو مسلکي روزنه ده، چې د همدغې موخې لپاره په غږ پوهنې، د سواد زده کړې، ژباړې او د ښوونکو د روزنې لپاره سیمینارونه جوړوو. موږ د خپلو کار کوونکو د مسلکي وړتیاو د لوړولو لپاره هم په دوامداره توګه هڅې کوو.

د سیمې د خلکو لخوا د پروژې خپل ګڼل:

له هرې ژبې څخه ګټه اخیستنه او راتلونکې د هماغې ژبې د ویونکو اړوند ده. د ثمر موسسه دې ته ارزښت ورکوي او په دې هڅه کې ده، چې د سیمې خلک د ژبې د پرمختګ هر کار په هره مرحله کې خپل وګڼي.

سواد زده کړه:

په اوسنۍ نړۍ کې هغه څوک چې د لیکلو او لوستلو توان ولري، کولای شي په ټولنه کې، په محلي، ملي او نړیواله کچه ډېره ونډه واخلي.