اصلي منځپانګه دانګل

منجاني

د منجاني ژبې ویونکي خپله ژبه د تعلیم، د سواد زده کړې او فرهنګي مالوماتو د ثبتولو لپاره کاروي. همدارنګه د کیسو لیکلو او شاعرۍ لپاره یې هم کاروي.

په منجاني ژبه له ډېر پخوا څخه خلک خبرې کوي، خو له ۲۰۱۰ کال راهیسې منجاني خلکو خپلې ژبې ته لیکلې بڼه ورکړه او تر اوسه د پرمختګ په حال کې ده. په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان علومو اکاډمۍ د منجاني ژبې الفبا تایید کړه.

د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې خلک په منجاني ژبه خبرې کوي، چې د ویونکو شمېر یې تقریباً ۶۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

مواد

علمي ليکنې


د منجاني ژبې د الفبا معرفي

دا د منجاني ژبې د الفبا دري تشریح ده.

دري


د غږ پوهنې له مخې د منجاني ژبې د غږونو تحلیل او تجزیه

دا د منجاني ژبې په اړه یوه علمي لیکنه ده، چې د دغې ژبې غږپوهنه په کې تشریح شوې ده.

English, دري


د منجاني ژبې د غږونو تشریح

دا د ۲۰۱۶ کال څېړنه ده، چې د منجاني ژبې استعمال او څرنګوالی، د لهجو تر مینځ یې ورته والی او جلاوالی بیانوي.

ډاونلوډ


د منجانی ژبې د افسانو ټولګه

دا د منجاني ژبې د فولکلوریکو کیسو ټولګه ده، چې په لومړي ځل په ۱۹۷۲ کال کې د الیکزاندر ګرونبرګ لخوا راټوله شوې ده.


د منجاني د الفبا جدول

دا یو جدول دی، چې د منجاني ژبې الفبا له انځورونو سره ښکاره کوي.


موږ د منجاني لیک زده کوو

دا کتاب د منجاني ژبې هغو ویونکو ته چې سواد نه لري د لوستلو ابتدایي مهارتونه ورښیي. دغه مواد د ماشومانو لپاره ترتیب شوي دي، خو د هر عمر کسانو لپاره ګټور دي.


د منجاني ژبې له نويو تورو سره بلدتیا

دا کتاب د منجاني ژبې هغو ویونکو ته چې دري خط سم لوستلی شي، د منجاني ژبې د الفبا او د سواد د زده کړې لازم مهارتونه معرفي کېږي.


د وړکتون لپاره لوی کتاب

دا د وړکتون لپاره د لنډو کیسو کتاب دی، چې هره کیسه یې د منجاني ژبې د الفبا د یو - یو توري لپاره کلیدي لغتونه کاروي.


د وړکتون کتاب

دا هغه تمریني پاڼې دي، چې په کې د منجاني ژبې الفبا معرفي کېږي او همدارنګه یو ماشوم ته هغه مهارتونه ورزده کوي، چې وروسته په ښه توګه د سواد زده کړې ته آماده شي.

که تاسې یې غوښتنه وکړی، چاپي بڼه یې له موږ سره شته.


د منجانی ژبې د افسانو ټولګه

دا د منجاني ژبې د فولکلوریکو کیسو ټولګه ده، چې د الیکزاندر ګرونبرګ لخوا راټوله شوې او د اصلي متن ترڅنګ دري ته هم ژباړل شوې ده.


د غږ پوهنې له مخې د منجاني ژبې د غږونو تحلیل او تجزیه

دا د منجاني ژبې په اړه یوه علمي لیکنه ده، چې د دغې ژبې غږپوهنه په دري او انګلیسي ژبو په کې تشریح شوې ده.

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: