اصلي منځپانګه دانګل

واخاني

له دې لیکدود څخه په ګټې اخېستلو سره د واخان خلک په خپله مورنۍ ژبې د سواد زده کړه کوي، خپل شفاهي دودونه ثبتوي او نوي شعرونه او کیسې جوړوي.

واخاني ژبه بډایه شفاهي تاریخ لري، چې فلکلوري کیسې، متلونه، شعرونه، چیستانونه او نور سینه په سینه له نیکونو څخه دوی ته انتقال شوي دي. په تېره یوه لسیزه کې واخاني ژبې ته الفبا جوړه شوې ده، چې د حکومت تصویب ته په انتظار ده.

واخاني ژبه د پامیري ژبو له کورنۍ څخه ده، چې د همدې ژبې تقریباً ۱۷۰۰۰ ويونکي د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې اوسېږي او نور ویونکي يې په تاجکستان، پاکستان او چین کې اوسېږي. واخاني یوه لرغونې ژبه ده، چې له ډېره وخته په واخان کې پرې خلک خبرې کوي.

مواد

علمي ليکنې


Differential Subject Marking in Wakhi

د ماسټرۍ تیزس دی، چې په کې د واخاني ژبې د اسمونو او ضمیرونو حالت تشریح شوی دی.


د واخاني نویو واژه بستونو په اړه یوه څېړنه

دا د دوه زره پینځلس کال علمي لیکنه ده، چې د واخاني ژبې واژه بستونه څېړي.

ډاونلوډ


پند او نصیحت

په واخاني او دري ژبه د واخانیانو د ولسي متلونو او له پنده ډکو نصیحتونو یوه ټولګه.


د واخاني لوی کتابونه

دغه کتابونه د دې لپاره ترتیب شوي، چې ښوونکي یې زده کوونکو ته په ټولګي کې په لوړ آواز ولولي. هر کتاب د واخاني ژبې په یوه - یوه توري باندې تمرکز کوي.


د واخاني ژبې د الفبا کتاب

دغه کتاب د واخاني ژبې د الفبا توري ښیي او د هر توري لپاره کلیدي کلیمې معرفي کوي.


واخاني کیبورډ

دا د واخاني ژبې لپاره د مایکروسافټ وینډوز کیبورډ دی


د واخاني ژبې له نویو حرفونه سره بلدتیا

دغه کتاب د واخاني ژبې پینځلس هغه توري معرفي کوي، چې په دري الفبا کې نشته. دا کتاب د هغو زده کوونکو لپاره دی، چې دري خط یې زده وي.

د واخاني ژبې ابتدایي کتاب - د سواد زده کړې کورس

دا کتاب د ښوونځي زده کوونکو او هغو لویانو لپاره دی، چې دري خط یې نه وي زده، د واخاني ژبې خط ورزده کوي.

د ښوونکو لارښود کتاب ډاونلوډ کړئ


د واخاني ژبې ابتدایي کتاب - لومړی ټولګی

دا د واخاني ژبې د سواد زده کړې د لومړي کال کتاب دی، چې د وړو ماشومانو لپاره دی.

د ښوونکو لارښود کتاب ډاونلوډ کړئ


د تمرین کتاب

دا د واخاني ژبې د سواد زده کړې د لومړي کال لپاره تمریني کتاب دی.


ابتدایي کتاب - دویم ټولګی

دا د واخاني ژبې د سواد زده کړې د دویم کال کتاب دی. دا کتاب د لومړي ټولګي زده کوونکو لپاره دی، چې د ښوونځي له وخت څخه وروسته لوستل کېږي.

د ښوونکو لارښود کتاب ډاونلوډ کړئ

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: