اصلي منځپانګه دانګل

د افغانستان اشاروي ژبه

افغان اشاره يي ژبه په افغانستان کې په بلخ، باميان، فاریاب، غور، هرات، کابل، کندهار، لغمان، ننگرهار، پروان، تخار او بدخشان ولایتونو کې تقریباً ۳۴۷۰۰ کسان استفاده کوي.
په کابل او ننګرهار کې څو ښوونځي شته دي چې کڼو ته په مکمله توګه په افغاني اشاره يي ژبه باندې تدریس کوي. د افغانستان د پوهنې وزارت په ۲۰۱۸ کال کې د ۱۰ په شمېر کې ښوونځي تر خپل پوښښ لاندې راوستل چې کاڼه زده کوونکي له روغو زده کوونکو سره یو ځای درس ووايي. په دغو ښوونځيو کې ښوونکو ته ځانګړې زده کړه ورکړل شوې ده،

تر څو زده کوونکو ته د افغاني اشاره يي ژبې په وسیله او نورو مختلفو طریقو سره تدریس ورکړي، کومو ته چې زده کوونکي اړتيا لري.
افغاني اشاره يي ژبه یوه نوې ژبه ده، چې له ۱۹۹۰ څخه وروسته یې د پرمختګ لپاره هڅې پيل شوي دي. د دغې ژبې پرمختګ تر اوسه جریان لري. د دغې ژبې لومړنی قاموس چې ۲۰۰۰ لغتونه یې لرل په ۲۰۰۱ کال کې چاپ شو. په ۲۰۰۹ کال کې هماغه قاموس بیا چاپ شو، چې ۲۰۰۰ لغتونه نور هم پرې ورزیات شول. اوس هم پرې کار دوام لري، چې نور لغتونه پرې ورزیات شي.

همدارنګه د دغې ژبې پر ګرامر باندې څېړنې روانې دي، تر څو ګرامر یې تحليل شي.
په افغانستان کې څو بنسټونو کوښښ کړی دی، تر څو د دغې ژبې تعليم، تربیې او پرمختګ ته لاره برابره شي. له دغو بنسټونو څخه د افغانستان د کڼو ملي بنسټ، د Serve موسسې Ship او EMAD برنامې، د افغانستان لپاره د سويډن موسسه او د افغانستان د کورنیو د رفا موسسه یادولای شو.

مواد

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: