اصلي منځپانګه دانګل

بلوچي

بلوڅي ژبه درې لويې لهجې لري، چې غربي بلوڅي يې په افغانستان که مروجه ده. غربي بلوڅي یوازینۍ لهجه ده، چې په درې هيوادونو (افغانستان، پاکستان او ايران) کې پرې خلک خبرې کوي.

په افغانستان کې د غربي بلوڅي ویوونکو شمېر څلور لکه پنځلس زره کسه دی، چې په هلمند، کندهار او نيمروز کې استوګن دي. په ټوله نړۍ کې د دې لهجې د ويوونکو شمېر ۲.۲ ميلیونو ته رسېږي، چې په افغانستان، پاکستان، ايران،

تاجیکستان او ترکمنستان کې استوګن دي. بلوڅي ژبه په تېرو وختونو کې په بېلا بېلو بڼو لیکل شوې ده، مګر معياري الفبا نه لري. په ایران او پاکستان کې د بلوڅي ژبې ځينې مواد چاپ شوي دي.

سرچينه

علمي ليکنې


اپسالا پوهنتون

د بلوڅي ژبې کيبورډ او نورې سرچينې - ايسالا پوهنتون


آریزونا پوهنتون

د ایران ژبې او ژبپوهنه ـ د آريزونا پوهنتون

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: