اصلي منځپانګه دانګل

ازبکي

جنوبي ازبکي ژبه د آلتايي ژبو له کورنۍ څخه ده. دغه ژبه په افغانستان کې په ازبکي او افغاني ازبکي نومونو باندې یادېږي. جنوبي ازبکي له عربي الفبا څخه استفاده کوي، مګر شمالي ازبکي چې په افغانستان هېواد کې مروجه ده له بل رسم الخط څخه استفاده کوي. له پنځه میلیونو څخه ډېر کسان په افغانستان کې په ازبکي ژبه خبرې کوي. د ازبکي ژبې ډېر ویوونکي د افغانستان په بادغیس، بغلان،

سمنګان، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو کې اوسېږي. په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې اکثريت خلک ازبکان دي. ازبکي ژبه د افغانستان په درېیمو رسمي ژبو کې راځي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د ازبکي ژبې له لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې کتابونه چاپ کړي دي او تر دوولسم ټولګي پورې کتابونه په پلان کې لري.

په اوس وخت کې ځينې ښوونځي شته چې د ازبکي ژبې کتابونه یې په خپل نصاب کې شامل کړي دي او تر لوړو ټولګيو پورې له دغو کتابونو څخه استفاده کوي. د دې ترڅنګ ډېرې رسنۍ په ازبکي ژبه فعاليت کوي، چې پکې تصويري، غږيز او چاپي فعاليتونه راځي. په ازبکي ژبه کې څېړنې او تحليلونه ترسره شوي دي، تر څو د دغې ژبې فونولوژي او ګرامر تشريح او همدارنګه د دغې ژبې قاموس جوړ شي.

مواد

کېدای شي له دې سره هم لېوالتیا ولرئ: