مورنۍ ژبه د انسان له طبیعی حقونو څخه یو حق دی. مورنۍ ژبه د انسان هویت او فرهنګ ژوندی ساتي. فرهنګ پر ژبه ولاړ دی، که چیرې یوه ژبه مړه شي، نو د هغې ژبې فرهنګ هم نابود او ورکیږي. یو بل خورا ارزښتمن او مهم دلیل د مورنۍ ژبې په هکله، په مورنۍ ژبه زدکړه ده. د فیداګوژۍ او څیړنو له اړخه دا څرګنده شوې ده چې ماشومان په خپل مورنۍ ژبه درس تر دوهمې ژبې ښه زده کولای شي. یو شمیر ماشومان چې په ابتدایه دوره کې لیک او لوست د زدکړې له ستونزو سره مخ وي، یو عمده لامل یې دا دی چې په مورنۍ ژبه تدریس ورته نه ورکول کیږي، او دغه زدکوونکي ډېر کم جرئته وي او کله نا کله هم له ښونځي څخه پاتې کیږي.

زموږ په هیواد افغانستان کې هم بیلابیل قومونه شتون لري چې وګړي یې په بیلابیلو ژبو خبرې کوي. دغه ژبې او فرهنګ یواځې د دغه وګړو ارزښت نه دی، بلکه دا د افغانستان له یوه بډایه فرهنګ او ارزښت څخه استازیتوب کوي. له همدې کبله د افغانستان دولت د ژبو مهم ګڼلو او د هغوی د پرمختګ لپاره کار او هڅې کوي. د افغانستان دولت د اساسې قانون په شپاړسمه ماده کې څرګندوي چې:
"د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني، پامیري او په هیواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. په هغو سیمو کې چې د خلکو اکثریت له ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني، او یا پامیري ژبو څخه پر یوې خبرې کوي له پښتو او دري سربیره هغه ژبه دریمه رسمې ژبه ده، د تطبیق ډول یې د قانون له لیارې تنظیمیږي. د افغانستان دولت د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوي. په هیواد کې د مطبوعاتو، راډیو او تلویزیون خپرونې د هیواد پر ټولو مروجو ژبو آزادې دي. په هیواد کې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کیږي."
دغه برخه په نظر کې نیول شوې ده.
"زده کړه د افغانستان د ټولو وګړو حق دی چې د لېسانس تر درجې پورې وړیا د دولت له خوا تأمینیږي. دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تأمین لپاره اغیزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او د مورنیو ژبو د تدریس لپاره په هغو سیمو کې چې پرې خبرې کیږي لاره هواره کړي."
د دې ځای دی چې د افغانستان د دولت څخه باید قدردانې او مننه وشي چې د دغه دریمو او کوچنیو ژبو خلکو او د دوی فرهنګ ته ارزښت ورکوي او د پرمختګ لپاره یې زمینه مساعده کړې ده. دا د افغانستان د دولت خورا باتدبیره او نیک ګام دی چې د افغانستان د بیلابیلو قومونو او د هغوی ژبو ته کار کوي. دا څرګنده ده چې د افغانستان راتلونکي نسلونه به د خپل دولت پر داسې چارو وویاړي. په اصل کې داسې چارې د یوه باثباته، نیکمرغه او د ټولنیز عدالت لرونکي بډایه فرهنګي ټولنې شتون تضمینوي